IQNA

 د پاکستان په پيښور کې د تلاؤت د تخنیکونو د زده کړې ورکشاب ترسره کیدا

7:13 - March 25, 2025
د خبر لمبر: 3490856
ایکنا – د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې  د ایران له اسلامی جمهوریته د لیږل شوي ممتاز قاري په شتون سره  د قرآن کریم د تلاؤت د هنر  د تخنیکونو  د زده کړې تخصصي ورکشاپ ترسره شو.

ایکنانیوز راپور راکړی،  د ایران داسلامی جمهوریت ممتاز او غوره قاری مجتبی محمد بیګي  د روژې دمبارکې میاشتې په شپو ورځو کې پاکستان ته تللی څو په دغه هیواد کې د ایران داسلامی جمهوریت د کلتوري سلایارۍ په ملګرتیا سره  د پاکستان په مختلفو ښارونو کې  قرآني پروګرامونه اجرا کړي.

په همدې اساس ، په وروستیو شپو ورځو کې  او د لومړي ځل لپاره  د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې  د مشهورو او برلاسه  قاریانو  د ځانګړی معاني القاء کونې ،تنغیمي  مهارتونو د زده کړې تخصصي ورکشبا، په پيښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونې کې  د مجتبی محمد بیګي په شتون سره ترسره شو.

دغه ورکشاپ د قرآن  کریم د تلاؤت په هنر کې د اصلي ،فرعی او مرکب  مقاماتو  د ارزونې  او د غږ جوړونې د ټکنیکونو ، د معنا دالقاء کونې  او تنظیمونې  دمهارتونو په  روزونکي موخې سره  ترسره شو.. په دغه تخصصي ورکشاپ کې له درست خیبرپختونخواه صوبې څخه  قاریانو ګډون درلود او  او د وړاندې شوو زده کړو څخه په استفادې سره ، د قرآني مهارتونو او تجروبو  مبادلې سره ترسره شوې.

دغه روزونکی ورکشاپ  د پاکستان په پيښور کې د  ایران داسلامی جمهوریت دکلتوري خونې په کوربتوب  سره تر پنځو ورځو پورې ترسره شو.

 نور هغه پروګرام چې  په وروستیو شپو ورځو کې  د ایران داسلامی جمهوریت  له خوا د لیږل شوي قاري په وسیله  په پيښور کې ترسره شول،د پاکستان په مشرق ټي وي  چینل کې تلاؤت، د شهید عارف الحسینی  په علمیه مدرسې  کې شتون او قرآنی محفل کې ګډون اوځیني نور  پروګرامونو ته اشاره کولی شو. 

د ایران لیږل شوی قاری  به  دغه راز  په اسلام اباد او د پاکستان نورو صوبو ته هم سفرونه وکړي څو د قرآني پروګرامونو او د روزنیزو ورکشاپونو په ترسره کولو سره ددغه هیواد  له قاریانو او حافظانو سره ناستې ولرل شي.

ایکنانیوز  په پاکستان کې د مجتبی محمد بیګي له خوا د  اجرا شوو پروګرامونو په باب یو انځوریز راپور  برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي. 

https://iqna.ir/fa/news/4273437                       

captcha